د زرکو ښکار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38247
سلیم احمدزی
دخبریدو نیټه : 2010-08-25


موسم د پسرلي شولو ګلونو پسې ځم
د زاڼو غوندې مستو کتارونو پسې ځم

زنګیږمه په لار کې چې روان یمه اشنا
ستا سرو سترګو لیدو ته چې جامونو پسې ځم

د لوړو غرو کجیر رانه ترﺉ ترم دې خدایه
دیدن ته یې عالمه ګړنګونو پسې ځم

په خوب کې مې لیدوچې ورک آشنامې وې راغلی
تعبیر ته یې زړګیه زیارتونو پسې ځم

پوهیږمه دا روغ زړه به زخمې په غشو راوړم
نن بیا د زرکو ښکار ته تورو غرونو پسې ځم

خبر شومه اشنا چې د کوچیانو کډې راغلې
لیدو ته یې سلیمه شنو خالونو پسې ځم