غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38258
محمد شفيق هېوادپال
دخبریدو نیټه : 2010-08-25


خلكه لاړمه په مينه كې په دار شوم
لكه خال په ښكلي مخ د ښكلي يار شوم

يم بې هوشه كله لوېږم كله پاڅم
نه پوهېږم چې روان په كومه لار شوم

چې په څه ګناه دې ډلې ډلې خلكو
ورول راباندې كاڼي او سنګسارشوم

بس يواځې يې د سپينې خولې لپاره
د  جانان د سپينې سپينې غاړې هار شوم

هېوادپاله بس په يو نظر يې يوړې
چې په وروسته وروسته تللمه ګوزار شوم