نصیحت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38306
سيدشاه خروټي
دخبریدو نیټه : 2010-08-26

په ټول بدن باندي زخمونه هیڅ پرواه نه لري
خو یو د زړه زخم وي داسي چي دوا نه لري

ما خو ټول عمر کړولو تیر چي دادنیا جوړوم
په داخبر نه وم چي دا دنيا بقا نه لري

کرار شه کينه ای طبیبه ستا دوا کار نکړي
په مونږ راغلي داسي شپه د چي صبا نه لري

ما خو پریئښي خپله وینه وه د یار لپاره
په زړه زخمی شوم یار مي پریښودم وفا نه لري

زه صفتونه د انګلینډ او امریکه اورم ډیر
منم هر څه لري خو ښکلي پکتیکا نه لري

دا نصیحت د سيدشاه ده ښه يې واورۍ خلکه
داسي انسان دوستي به نکړۍ چي رښتیا نه لري