غم دیاره له ماکله کله لاړشه
خدای دپاره له ما کله کله لاړ شه
نور می توان دزړه دکوکو زهیر شوی
غږ می واوره له ما کله کله لاړ شه
ستا له لاسه می ټټر سوری سوری دی
ګوره مانه له ما کله کله لاړ شه
په دی پوه یم چی دی کور په زړه کی جوړکړ
خدای دپاره له ما کله کله ولاړ شه
ستا له درده می رنځونه شول په برخه
شوم بیماره له ماکله کله لاړ شه
ما ګومان نه کړ میلمه به دکلو شی
کړم دی خواره له ما کله کله لاړ شه