لاس مې په زړه باندې ساقي ونیسه
جام دې لږلري دمستي ونیسه
دغریوورئیځې دې په سترګوراغلي
بادته يې زماداسویلي ونیسه
پړک به يې نوروته بلنه ورکړي
له لمرنه لري اننګي ونیسه
ائینودسترګو مې چاکونه وکړل
ورنه لږلري دې ځواني ونیسه
انګورداوښکومې په سترګوکې دي
ورته دې شونډې شرابي ونیسه
که په هجوم کې ټکنی غوندي شوې
(حسنه) لاردلیوني ونیسه