خاوره وم د سولي خو د جنګ په اور لمبه شومه
څه سپينه شمله وم خو په وينو باندی سره شومه
کور د غيرتونو وم ټاټوبی د قومونو وم
لمر غوندی رڼا ومه اوس څنګه توره شپه شومه
ز ما غيږه به ډکه وه په رنګارنګ ګلونو تل
توره سيلئ راغله چه بيديا د تور ځنګله شومه
ما خو ځنګوله د ملت غازيان ځانګو کی خپل
بخته ستا دلا سه اوس د مړو هديره شومه
نصيب که د تقدير وه خو زما په لاس کی نه وه
مور دی وم افغانه ستا په سترګو کی ميره شومه
ته چه به د ښمن لره په سوله که په جنګ ورتلي
زه به ستا تر پښو لاندي هم ستا سره ستنه شومه
اور که بليدی ئي (ځلبلانده ) زما پر سر به ؤ
ستا رنګه هم زه په سرو اورو ټوټه ټوټه شومه
سوئيلي پښتو نخوا چمن