راځي چی نن یی ولیکو یاران څو خبری
د جنګ ترخی شیبی او خوږ داستان لکه شکری
پر دښته د میوند چی وه غازیان سره راټول
سرونه یی وهل ددښمنانو لور په لور
سینی یی وی سپر کړی د دښمن هری ګولی ته
غازیان وه تیارسوی دخپل سرو قربانی ته
ځانونه یی ځاروله میدان سور په وینو رنګ
جګړه وه خورا ګرمه ځمکه تنګه پر پرنګ
پرتی وی ککری د جنګیالو تر پښو لاندی
اسمان د قهر شین وه غوټیدله ځمکه لاندی
د سر په بدله کی یی ګټل تاریخونه
په زړه د اسیا کی خوځوله تحریکونه
تاریخ را زیږوله حماسه دازادی
زموږ زیبا وطن کی سنبله د ازادی
۲۸ اسد ۱۳۸۹ کابل