دا څه ژوند دی تيرومه بس زندان کې
يو څو کاله مې تیر کړ واړه خپکان کې
د خپل خوږ هېواد هر يو چم مې ياديږی
ځوريږم د فکرونو دغه تو پان کې
ما وویل به وګټم څه به ولیکم
اوس خو زه ګډ یم سراسر په تاوان کې
لکه ماشوم زړه خوشحالم په خوږو
اخرسر مې سپين شو د وطن په ارمان کې
لویه ربه ورحميږه زما په حال
ګڼه نو احمدزی مړ به شی هجران کې
بلجيم د انتورپن ښار