زړه مې غواړي ،خپل ټوپک مې لته کش کړم
شاجورونه يې مرميو ځنې ډک کړم
ښه يې غوړ کړمه د لمر وړانګو ته يې کېږدم
بيا يې واچوم اوږې ته
زړه مې غواړي ګردنۍ غاړې ته واچوم
په چانټه کې څو لاسي بمونه کېږدم
نور مې زړه د خپل ولس مرګ پړسولى
نور مې سترګو کې د اوښکو وچکالي ده
نور شهيد شهيد ولس ليدلى نشم
نور له شرمه په اينه کې کتى نشم
خو ملګرو! چې پخوا وختونه ياد کړم
که بيان يې کړم ، ښاد زړونه به ناښآد کړم
ما څو ځلې د بلا خولې ته دانګلي
ما څو ځلې خپله توره پرې سره کړې
خو چې کله د قدرت په نشه مست شوم
خپله توره مې په خپل ولس را کښلې
ما په خپله توره خپل وروڼه وژلي
ما په خپله توره خويندې کونډې کړي
ما په خپله توره ، وروڼه يتيمان کړل
ما په خپله توره خپل کور ګورستان کړ
خير ،
زه پوهېږم ، دا هغوى ته چې په وينو کې لمبيږي
او هغوى ته چې اورونو کې ورېتيږي
يو تشه پلمه ښکاري
دا دى ما ټوپک راوخيست په ماشه مې ګوته ايښې
خو حيران يم ، خپل هدف موندلى نشم سرګردان يم
مرمۍ کمې دي ، هر خواته قاتلان دى
څوک د کلي ، څوک د چم او څوک پرديان دي
، کابل