د سهار باده پر مئينو سلام وايه وايه
د مدينی پر منارونو سلام وايه وايه
چه و ديدار ته د مولا تر عرشه ورسيدل
د پا ک رسول پر قدمو نو سلام وايه وايه
د حق نا ره چه ئی تر موږه پوری ورسول
د حق د لاری پر لښکرو سلام وايه وايه
د پيغمبر پر اطاعت ئی خپل هرڅه قربان کړل
پر هغو پاکو ارواحونو سلام وايه وايه
نور د حقيقت چه ئی پر ټول جهان ښکاره کړی
د هغه مور پر عظمتونو سلام وايه وايه
خاوره د اسلام چه په سجدو کی ښکلو له تل
د هغی ځمکی پر ګلونو سلام وايه وايه
د چاچه خوله او زړه کی نوم د محمد اوسيږی
د( ځلبلاند) پر هغو زړونو سلام وايه وايه
سو ئيلی پښتو نخوا چمن