پردېسوشېبوته داخترپه راتلو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38644
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2010-09-06

 

 

ماغوندي له کوره لیروته ډالۍ:

 

ستاپه فیصله دزهروډک جام پر سر اړوم

بیا!ستاڅخه لیري په غموکي  اختر اړوم

 

مځکه دزړگي مي زلزلې جفاڅیرلې ده

څنگه به په مات ځان ددردونودا غر اړوم

 

لاري،ځان،وختونه مي څارل انتظارداسي وو

گروم دخوابدۍ به دي په څنگه هنر اړوم

 

اوښکي تویوم توږم له سترگوزماوستاکیسه

اه داڅه راسویدي؟! په څه دا خبر اړوم ؟

 

صدقه دهارون د زړه دونیاسوه صدقه ترتا

سرپرسرښېگڼي دشریانو پر شر اړوم...