د دنیا نظر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38668
همایون امانزی
دخبریدو نیټه : 2010-09-06


اوس راته ښکاري چې دنیا ته  بی فرهنګه ښکارو
چی مو د ویش خبره کړي دوی ته بی ننګه ښکارو

زموږ وګړي ده رامبیل چامبیل ګلونو هار دی
ریښتیا چی دغه کم عقلو ته موږ بی لونګه ښکارو

داچی د رنګ ځلا مو اوس ده دوی تر کوره نه ځی
همدا سبب دی چی دی کم عقلو ته بی رنګه ښکارو

دا چی دبل ده  چغال ښکار زموږ دکور هوسی ده
موږ به حتمی  ده دوی په منځ کی بی پلنګه ښکارو

خیر امانزیه که نن دسیالی لپاره هیڅ نه لری
موږهم حتمی به یوه ورځ ده دوی  تر څنګه ښکارو 

 کابل