غزل
بسم الله پښتون مل - کلات
د قلم سړي په شمېر خو د جنګ ډېر دي
ځکه دلته ګلان لږ دي او بنګ ډېر دي
د بنګړو شور خو زاهد ګناه بللی
مینان ځکه د توري د شرنګ ډېر دي
ددې کلي پر ښایست ښاپیرۍ مړې وې
خو اوس ښکلي ځيني تللي بدرنګ ډېر دي
د ملالي ټپه اوس هم واکداري کړي
که د ننګ تر سړو هر څو بې ننګ ډېر دي
منم ګرانې ! چې د ستورو امېل نسته
خو په سره غره کې بیا ګوره لونګ ډېر دي
پښتون مله! د نظر کچکول در ټول کړه
دې وطن کې بدخواهان د ملنګ ډېر دي