زمری او هوسۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38719
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2010-09-07


یو ځلي   بیا   راشه    د زړه خونه      رڼه    کړه  زما
ډکه له ستورو او سپوږمۍ نه راته شپه کړه زما

زه     د   ژوندون    د توفانونو    د    څپو     ځپلی
ساحل د مینې مې شه ، هیره   دا   څپه  کړه زما

د خپل ښایست د پلوشو او  ولولو په غیږ کې
محوه وجود کړه زما ، ورکه اندیښنه کړه زما

د هیلو   بزم   کې   مې    نشته  ده  د هیلو سرود
آواز   دی   پورته   کړه    او ګرمه   ترانه کړه زما

جنت د وصل نه ، طعنه ورکړه فردوس ته خدای
حور او غلمان مې   شه او غلې تلوسه کړه زما

د لیونتوب انګازې ښکاري چې ځنځیر ماتوی
مینه رسوا کړه   ،د   جنون   جوړه پلمه کړه زما

ته به تر څو پوری هوسۍ او زه زمری واوسمه
خواته    مې راشه      ترییدلې ، لږ دمه کړه زما