خدا یه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38724
مینه صابر
دخبریدو نیټه : 2010-09-07

   
خدایه ما ستادرحمت لمن نیولی
وچو شونډو می ننی وینی تویی کړی

ستا له درنه په ځولی کی یو څه غواړم
له ډیردرد نه می چغاری دی وهلی

خدایه ته خو ددی ټول جهان خالق یی
هم رحمان یی هم رحیم یی هم رازق یی

ستا په نوم باندی می پیل دا ژوندون کړ
ته دهر نعمت بی شکه چی مالک یی

ستا ددغی پاکی میاشتی په رڼا کی
د پردیس وطن په دی بله هوا کی

نن دا ستا په امر ناسته په روژه یم
دا ستا نوم می دی یاد کړی په هر خاوکی

هره ورځ او شپه په ویښه او په خوب کی
ستا دربار ته په ژړا یم پیغلتوب کی

چی می دغه یو آرمان ته را پوره کړی
دا می هیله وه الله په ماشومتوب کی

لا تر اوسه زه په دی هیله ژوندی یم
لاس می پورته ستا د در یوه لیونی یم

چی می سترګی د اومید لاری تل څاری
بله نه یم زه همغه پخوانی یم

خدایه بیا هم لاس می پورته در نه سوال کړم
ستا د هر نعمت تل شکر په هر حال کړم

ته زما ملت له جنګ نه په آمان کړه
د زړګی دا سوی درد یی ته درمان کړه

چی یی هر فکر له بدو نه په نیک شی
زړه یی ډک له الفتونو دهر ځوان کړه

الله ته دا وچی شوندی په موسکا کړه
دا یطیم ماشوم می مست نن په خندا کړه

چی دا مرګ وهلی ستر ګی شی روښانه
یوه نوی ورورولی پکی پیدا کړه

الله ته یوه رڼایی پکی خوره کړه
د ښو هیلو خوشحالی پکی خوره کړه

چی یی مړاوی زړونه بیا په خندا راشی
دوامداره سوکالی پکی خوره کړه

(مینه)نور درنه دهیڅ څه نه کړی هیله
بس په دغه اومید پایی هم په مرینه

چی هیواد یی دیوی ښی سولی خاوند شی
اوپه هر زړه کی پیدا شی ښکلی مینه