غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38792
محمدیوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2010-09-09


که اوریدئ شې دژوندون کیسه آسمانه کووم
دزړه ګیله می بس یواځی له جانانه کووم
ما ورته زړه دټول بدنه سره واک کی ورکړو
داغ يي پرې کیښود داپوښتنه به له ځانه کووم
چاراته وئ چی ګریوان څیري کړه ناری ووهه
زه تحمل په چوپه خوله ډیرې حیا نه کووم
چاځانله پریښووم غربت او بی وسۍ په تور کی
تسل دمیني د ځوانۍ له دی بیانه کووم
چاته به څه وایم چی چا وکړله څه يي وکړل
دغه پوښتنی به یووخت کی له زمانه کووم
لار به يي څارم تر هغی اومنتظر به یمه
څواخیري سلګۍ دتګ له دی جهانه کووم
دخدمتګارآرمان به ورشي واربه تیروي ورنه
آرمان آرمان به يي آرمان ته له آرمانه کووم
 مزدورزوی