اختر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38794
شکرالله طاهري
دخبریدو نیټه : 2010-09-09

چې  جنګ  او جګړه  چاته  اچولې  وي  ټغر
                            اختر نه یې  ورځي په سر
چې ورځ یې کربلا وي او هره شپه یې محشر
                            اخترنه یې ورځي په سر

خوله ډک چې وي خندا نه اخترځي هغه خواله
اختروي د هغو چې تل خوښ وي او خوشحاله
د چا چې  په  ژړاوو وینه  ډنډ  وي  په ځیګر
                           اختر نه یې ورځي په سر

ټول عمر مو  په غم او په ماتم دی تیره کړې
آرام او د  هوسا ژوند  مو د  سره هیره کړې
غمونه   او  ماتم  داسې  د چا  چې  وي  ټبر
                           اختر نه یې  ورځي په سر

تنکي  تنکي ځوانان  مو  پخپل  وینو  لمبیږي
ډیر کونډې  یتیمان  مو د لوږې  نه مړ کیږي
زخمي  چې  ځیګرونه وي سوری سوری ټټر
                           اختر نه یې ورځي په سر

په جنګ او په جګړه کې  خوارشوي ملتونه
طاهري د نفرت اور سوځولي   ډیر قومونه
دجنګ او دجګړې ژوند مصیبت وي سراسر
                         اختر نه یې  ورځي په سر