دیتیمانواختر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38834
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2010-09-11


 په کور او کلي اختر راغې خو خوښي نه شته دئ
ځکه يي سپیني لیچې تشې دي بنګړي نه شته دئ
نکریزي پاتی شولی وچی چا لندې نه کړلې
لاسونه سره د ورور په وینو ورور ولي نه شته دئ
دګلاب ګل ځوانیمرګ شوئ یو ډنډ رپاتې دئ
غوټۍ تنکۍ دي رژیدلي چی مالي نه شته دۍ
په چنارونو کی زوړ ټال دتیر اختر پاې دئ
چی په کی وزانګي هغه پیغلې خیالي نه شته دئ
دوخت واکمن سوداګري کړي په اختر او برات
خوار یتیمان په خیټه وږي او کالي نه شته دئ
زمونږه خونې بل نیولي مونږه پټ او سیږ و
په خپل کاله کی زمونږ امن سوکالي نه شته دئ
اختر له بس دئ چی يي یاد کړو پخواني یادونه
ښکلي یاران يي خدمتګاره پخواني نه شته دئ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
 ارمانونه  مو تر سره او اختر دی مبارک شه