ای ربه په کړه وړه یمـــــــــــه پشتـــــــون ته زه حیران
دې بل عیبونه شـــــــه وینې نه ګورې خپل ګریوان
چې ځــــــــــــــان ته غیرتې وائي غیرت یې ده عیان
په خپلــــــــه ظلم وکړې بیا کړې ښځـــــه ترې قربان
حکمـــــــونه دې الله تسلیمــوې په دواړو سترګــو
زکات مــــــــــه یادوه دې نورو ټولــــــــــــــو کړه بیان
وبا دې جهـــــــــــالت ئې ننــــوتې پـــــه رګ رګ کې
خبرو ته ئی غوږ شــــــــه هم مـــــلا ده هم سائنسدان
مــلا ظالم ته ګوره چې دخیر په غونډۍ ناست دی
رواج به دې هنـــــــــدو کړې نوم بــــه ورکې د اسلام
دا څنګــــــــه ومنم چې په اسلام باندې مئېن دئ؟
پیسې چې ورښـکاره شې بیا نه دین وي نه ایمان
غوږ مه نيسۍ سيدشاه ته چي څه اوتي بوتي وائي
پشتـــــون نه دي قربان شي ټول قــــــومونه د جهان
لندن