ورک ومه پیدا شوم ســـــــــــتا په مینه کـی
مړ وم مسیحا شوم ســـــــــتا په مینه کــی
زه له ځانه نه ومه چی خـــــپل شــــــــــومه
خپل شومه چی ستا شوم ستا په مینه کی
زه کـــــــــــــــــله ژوندی په دی نړی نه وم
روح شومه او سا شـــــوم ستا په مینه کی
خاوری وم ایری ومه میـــــــــــــــثم شومه
پورته شوم سما شـوم ستا په مینه کی
زه غریـــــــــب افــــــروز ومه بی قدرو ته
بډای یمه چی ستا شوم ستا په مینه کی