خزان راغی شین په ژړ کوي بدلون
بهير يې دی روان په یوبل پسې يې تلون
دونـُو پاڼي رنګارنګ سي په خزان
دارنګونه توکي توکي پایه وي په یوه تلون
بڼه اړوي طبعیت خپل، کوي بدلون
ژړ او سره رنګونه، ګلګون رنګه يې وي تلون
خزان دانسان هم په دغه شان وي
هلیکنه بیاځواني پسې پیري ده بیايې تلون
ښه هغه دی،چي ښه نوم لري له ځانه
باګ به يې وي څه ، که بیا ځي په یوه تلون؟