ژوند او مينه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39055
جعفرهاند
دخبریدو نیټه : 2010-09-20


ژوند او مينه

وخت و چې زه د وخت يو شوخ محصل وم
وخت  و چې ما بلا ياران درلودل
د روح الله او د نثار په شانتې
زړه ته راتېر خواږه دوستان درلودل

وخت و چې هر څه به حکومت راکول
موږ به په مفتې ډوډۍ سټ کولو
چې مازديگر به شو لوبغالي ته تلو
ترلمرلويدو به موږ کرکټ کولو

وخت و چې موږ به د ليلي اطاق کې
پر بالښتو يو بل ويشتلو هسې
او چې د څنگ گاونډ به تنگ شو رانه
بيا به يې ديوال را ډبولوهسې

وخت چې موږ به ترسهار پورې
ټوکې ټکالې او کېسي کولې
د نامعلوم جانان په ياد کې به مو
بلا سندرې او ټپې ويلې

وخت و تر ډېره به ويده پاتې شو
او لمرخاته به پاڅيدو له خوبه
بيا به نو صنف کې د لکچر پرمهال
هسې بېواکه ځنگيدو له خوبه

وخت و،هر څه زموږ په زړه چلېده
وخت  زموږ يو شاهانه ژوندون و
وخت و چې وخت زموږ د طبعې يار و
وخت و، زموږ ښه جانانه ژوندون و

خو دا ته نه وي!ته چې راغلې خدايږو
ارام ژوندون دې راته گډ  وډ کړ
خواږه ياران دې رانه ټول هېر کړل
او پوهنتون دې راته گډ وډ کړ

اوس نو د شپې ټوکې ټکالې نشته
اوس له دې هرڅه ستړى شوى يمه
تا رانه دم واخېست ځواني واخېسته
اوس په ژوندوني لکه مړى يمه

اوس رانه درس د پوهنتون پاتې دى
اوس ټول د مېنې ناولونه لولم
هغه چاتا لېږلي تا راکړي
اوس هغه ښکلي کتابونه لولم

اوس چې ماښام شي شپه تياره غوندې شي
ستا ټيليفون ته انتظار کوومه
په کومه شپه چې زنگ را ونه وهي
بيا نو په ويښه آ شپه سهار کوومه

خو تا د دغومره کارو بدله کې
راته ډالۍ تش څو کلونه راکړل
له مادې ټولې خوشحالۍ واخېستې
او مقابل کې دې غمونه راکړل


خو زه بيا هم له دغه هرڅه سره
پر تا باور پر تا ايمان لرمه
ښايي د وخت به يو خوشبخت انسان يم
چې ستا په څېر ښکلى  جانان لرمه

اوس هم چې زه سهار له خوبه پاڅم
تر هرڅه وړاندې ستا سلام کوومه
ماته له ټولې دنيا گران يې خدايږو
زه دې له زړه نه احترام کوومه

(روح الله اونثار زمادوه ملگري دي)