چې رڼا دې دمخ یاره راسره وي
نو دژوند کولو لاره راسره وي
کله کله دې دنیا ته مخ ورښایم
کله لکه دا هنداره راسره وي
ددې کلی خاموشۍ په ځان شکي کړم
اندیښنې دمرګ ترښاره راسره وي
دکوښښ باوجود بیا هم شي نیمګړې
زندګي پراوږو باره راسره وي
په ازغو ازغو حالاتو کې ساه اخلم
چې دعا مو مورو پلاره راسره وي
سرګردانه لکه لمر چې وم ځلانده
اوس سپوږمۍ به ترسهاره راسره وي