دځوانو فرهنگيانودهڅونې اوستاينې کنفرانس جوړسو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39087
غمخور
دخبریدو نیټه : 2010-09-21

دځوانو فرهنگيانودهڅونې اوستاينې دکنفرانس دجوړېدورپوټ
دسويډن دمالمو په ښارکي دځوانو فرهنگيانو،ليکوال اواديبانو په وياړ کنفرانس جوړسو .


د روان۲۰۱۰  م کال دسپتمبر په  ۱۸ مه دافغانستان  د پياوړوقلموالو صالح محمد صالح ،اجمل اند اويوازنی ټوکي راټولونکی پيرمحمد باوري  ددراناوي اوهڅونې  په وياړ دځوانو ليکوالو،فرهنگيانو اواديبانو دستاينې،هڅونې اودرناوي تر نامه لاندي ددوستۍ فرهنگي ټولنې په نوښت او زيار دکنفرانس درنه  ادبي  غونډه  دايره سول  .
مخکې له دېنه چې غونډه  د دوستۍ فرهنگي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور  په  پرانېستونکې وينا پيل شي  د راغلو مېلمنو هريو تاريخ  پوه ښاغلي کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني ، ښاغلي صالح محمد صالح ،اجمل اند،پير محمد باوري ، ښاغلي عبدالوهاب سرتېراو دبي بي سي  راډيو وياند ښاغلي ايمل پسرلي  ته بلنه ورکړل شوه  تر څوټاکل سوی  ځاي  ته  تشريف راوړي .
دکنفرانس کارچې د دوځوانانو هر يواغلې  موسکا اندړ  او ځوان  شاعر نيازمحمد پياوړي  لخوا پر مخ بېول کېده، دحيات شيرزاد  لخوا دقرانکريم  د څومبارکو اياتونو په  تلاوت  پيل شوه .
ورپسې  ښاغلي حبيب الله غمخور په خپله پرانيستونکې وينادکنفرانس کار په رسمي توگه پرانيست .
تر پرانيستونکی وينا وروسته  دمالمو دښار دهيلي ناحې اوسېدونکودمختليفو قومونواو ژبو وينونکو ((۹)) تنو انجونوته داغلې فاديلا ميسترباسيچ((له  Fadila Mestrebasic))په مشرتابه بلنه ورکړه سول ،هغوي خپل  ټاکل سوی  شعرونه  دکنفرانس دگډون کونکوپه وړاندي ولوستل چي دحاضرينو لخوا په چک چکو بدرگه سول .
ورپسې ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ته  بلنه ورکړه سوه چي  دافغانستان دوتلي اوياوړ ي  شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام ولولي .بيادلبنان يوپېغلې اغلي سارا Sara  ته وارورسېد اوهغې په خپل خواږه اواز يوشعر په ترنم کي ولوست ،همداډول  يوې عراقي انجلی (( نور ياسين  )) Noor Yasin  ډير ښکلی شعرو لوست .
بيا ښاغلي هلنمد شېرزاد نه هيله  وسوه چي دافغانستان د سيمه ايزومطالعاتودمرکز د رئېس  ښاغلي عبدالغفور ليوال  راليږل شوی  پيغام ولولي،ترهغه وروسته  له ښاغلي  احمد گل اندړ څخه غوښتنه وسوه چي په هندکي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت  دکلتوري چارو ریيس  پوهنوا ل  ډاکتر خالق رشيد رالېږل  شوی پيغام ولولي . تر پيغامونووروسته  ښاغلي ميرويس مومند په بهر کي د ځوانانو د راتلونکي اوسالمي روزنې  په اړه خپل نظر د کنفرانس د ګډونوالو سره شريک کړ .
ښاغلي نياز پياوړ اعلان وکړ چي زموږ دغې غونډي ته له افغانستان اونړۍ له گوټ گوټ نه  دپوهانومقالې ،پيغامونه اودښه نيت ليکونه رارسېدلې دي ،تر کومه ځايه چي دهغوي شمير زيات دی دپروگرام  دوخت په نظر کي نيولوسره ئې  درالېږونکونه دکوروداني  اومننې څرگندولوسره دنورودلوستلونه ډډه کووتر څوحاضرو دوستانوته دخپل نظر دڅرندولووارورسېږي ،اودپنځلس دقيقو لپاره  ئې تفريح اعلان کړل .
تر دمې وروسته  کانديد اکاديميسين محمد اعظم سيستاني  ته بلنه ورکړه شوه چي دغونډې دابرخه په خپله وينا پرانيزي  ،ښاغلي سيستاني صاحب په خپله وينا کي  دځوان نسل په وړاندي دوالدينومسوليتونوپه گوته اودځوان نسل نه ئي وغوښتل چي دبشري ټولنې په ځانگړ ې توگه سويډن او نوروپر مختللو هيوادوکښي دعلمي ،تخنيکي اوټول اړخيزوامکاناتونه  په استفادې سره زياروباسي دپوهی اوعلم په برکت  په ټولنه کي ديوه فعال اومثبت عنصرپه توگه خپل رسالت سرته ورسوي  .ورپسې دځوان ليکوال اوپېژندل شوی ژورناليست  ښاغلي ايمل پسرلي نه غوښتنه وشوه  چي خپل پيغام دکنفرانس برخه والوته ورسوي  .
ښاغلي پسرلي په خپلو لنډوخبروکي دښاغلی سيستاني صاحب دويناپه په يادولوسره دې ټکي ته اشاره وکړه چي افغانان بايد دځوانانو اوپه ځانگړې توگه دپېغلوټوساليمي روزنې اوژوند ته جدي پام واوړوي .دنارينه  تر څنگ دي په ټولنيزوچاروکي دښځورول اوارزښت  ته هم په کمه سترگه نه گوري .هغه وويل دټولواسلامي اوافغاني دوديزوارزښتوپه نظر کي نيولوسره بايد زموږ خويندوته هم دازمينه برابره شي تر څودافغانستان په اړوندټولومسائيلوکښي له نارينه سره گډه برخه واخلي .
  تر ښاغلي ايمل پسرلي وروسته  په  ډنمارک کښي مېشت افغاني  اغلي زرلښت حبيب ته بلنه ورکړه سوه چې خپله وينااو انتخاب سوي شعر په خپل ښکلي اوازدکلمه کړي .
بيا ښاغلي انجنير صاحب عبدالباقي لعلي ته وارورسيد هغه  پخپله وينا کښي دافغانستان  اوسني  ناندريز سياسي اوپوځی حالت ته په گوته نيولوسره ټول افغان رون اندي وحدت اويواولي  ته راوبلل اوله هغوي نه ئې غوښتنه وکړه چي خپلو ملي او انساني دندوته په پاملرنې سره ټول افغانان  په ځانگړې توگه روڼ اندي دخپل ولس اوهيوادپه وژاندي  مسوليتونه له پامه ونه غورځوي اوديووالي په روحيه سره ئې دخپلو تاريخي مسولتونو رفع کولوته راوبلل  اوپدې برخه کي ئي دځواننانورول گټوراو اړين وباله .
تر دغې وينا وروسته له ښاغلي هلمند شيرزاد څخه غوښتنه وسول چې خپل  ښکلی شعر ولولي ،ښاغلي شيرزاد دوه شعرونه ولوستل اودکنفرانس دگډون والو لخواپه چکو چکو بدرگه سو.
تردې وروسته دکابل پوهنتون له پخواني استاد اصف بهاندنه غوښتنه وشوه چي خپله ليکنه ولولي .
 دښاغلي حاجی محمد نوزادي  رارسېدلې وينا دوخت دکمي له امله ونه لوستل شوه،وار دسپرغۍ ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک  پرهېز ته ورسېد،نوموړي دځوان نسل پر رسالت ،کلتوري ارزښتونواودويب پاڼوتر منځ دښه تفاهم اوگډي همکاری په اړوند لنډې خوکره خبري وکړې  . بيادهيوادډاټ کام لومړنۍ پښتو خپلواکي ويب پاڼي له جوړونکي اومسول ښاغلي هارون وردگ نه غوښتنه وسول چي خپل نظر دکنفرانس له گډون والوسره شريک کړي .ښاغلي  وردگ  پخپلوخبروکي دويب پاڼې دجوړيدوداړتيا دراپيداکېدو اوداچي څنگه ئي خپله پاڼه جوړه کړه دغونډي برخه والوته معلومات ورکړ  .
ورپسې د لر او بر ويبپاڼې مسئول ښاغلي عبدالله احسان دکنفرانس دجوړونکوڅخه دمننې په څرگندولوسره دافغاني ويب پاڼودرول اوگډې همکاري اوددوي په وړاندي دځانگړوستونزواوگوت څنډونوپه اړه مفصلي خبري وکړې اوپردې ټکي ئې ټينگاروکړچي په رشتياسره رسنۍ دعاموخلکوپه رابيدارولواو هغوي  ته دورځنيو معلوماتوپه رسولوکي حياتي رول لري ،عبدالله احسان هم دټولوافغاني ويب پاڼوچلوونکي گډې همکاری اويودبل سره مشوروته  راوبلل .
 د سمسور ويبپاڼې مسئول ښاغلي سمسور حبيبي  هم خپل پيغام دکنفرانس گډون کوونکو ته واوراوه  .
دپيغام تر اورېدو وروسته دټوکوداتو کتابونودليکونکی د ښاغلي پيرمحمد باوري صاحب څخه هيله وسول چې  پخپلو خوږو ټوکو ددوی په وياړ د کنفرانس  فضا لا نوره هم خوندوره کړي . ښاغلي باوري دخپل تيرسوی قلمي کاراوفعاليت اوراتلونوکوپلانوپه هکله  دغونډي برخوالوته معلومات ورکړه اودخپلې ويناپه دوهمه برخه کښي ئي په خپلو خوږټوکودغونډي فضانوره هم خوندوره  اوښکلې کړه .
ورپسې ښاغلي صديق ننگ،عبدالغفور اميني ،ځوان شاعر او ژورناليست  ولي عبدالله، له هالنډنه راغلي ځوان شاعر نذير احمد نذير په خپلو  ښکلو شعرونودکنفرانس فضا نوره  هم رنگينه کړه .
دغونډې دکارددوهمې برخي په پاي کي دنيم ساعت لپاره  دډوډۍ خوړلولپاره تفريح اعلان سوه .
تر دمې وروسته دکنفرانس دريمه برخه دافغانستان پېژندل سوی شاعر  ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ته بلنه ورکړه سوه چي دابرخه په خپله وينااوښکلي شعر پرانيزي .
ښاغلي سرتير صاحب  په خپلو لنډو خبروکي دداسي غونډوجوړېدل گټوراوحياتي وبلل اودکنفرانس له کوربه نه ئي دمننې په څرگندولوسره دخپلو ښکلواوزړه راکښونکوشعرونوپه ويلودپروگرام ددې  برخې دړه پرانيستل  .
تر سرتېرصاحب وروسته دخداي بخښلي حاجي حميد الله حميدلور اغلي ملغلري حميد دخپل پلار هغه شعر ولولي  کوم چي هغه محروم  لس کاله وړاندي ئې  دپښتو ادب دستوري گل پاچا الفت  په وياړ نړيوال سمينارکي خپله لوستی وو .
بياخوږ ژبې شاعر  ښاغلي هيوادشير زاد ،ښاغلی عيسی خان بهرام دپښتو ژبي تکړه شاعر ودير صافي صاحب ځوان اوخوږ ژبې شاعرولايت خان ځدراڼ   په خپلو شعرونو چي په گرمو چک چکو اوولولوسره  بدرگه کېدل  دغونډي فضارنگينه کړه .
تردې وروسته  پياوړي ليکوال ،ژباړونکي  اوتکړه ژورناليست  ښاغلي  صالح محمد صالح  ته بلنه ورکړه سوه چي ستېج سرته تشريف راوړي او ددوی په وياړ راغلو مېلمنو سره د زړه خواله وکړي .
دصالح  صاحب ترخپلوخوږواوروانوخبرو وروسته دروزگان ملي مهالنې خپرونې په وروستی اوکنفرانس ته ځانگړې سوې گڼه کي دجلال امرخيل خپورسوی  شعر ولوست .
بيا خوږ ژبو شاعرانو ښاغليو سلام  اندړ، قدرت حليم  ،نياز محمد پياوړي په خپلو شعر ونودغونډه نوره ښکلې اوزړه راکښونکې کړه .
دغونډي وروستی ويناوال  ځوان او نازکخياله شاعر ښاغلی اجمل اندوو. ښاغلي اند صاحب هم دنوروپه څيردددې کنفرانس  جوړېدل دځوان نسل دهڅوني  لپاره گټور وباله اودکوربه څخه چي دادرنه غونډه ئې ددوي په وياړ جوړه کړې اوداډول منلوښاغلو اواغلوفرهنگيانو اوفرهنگپالو ته ئې دگډون بلنه وکړې دکوروداني په ويلوسره دخپلو څو ښکلو شعرونوپه اورېدودکنفرانس کارپاي ته ورساوه .دښاغلي اجمل اند شعرونه په زيات ږوږاوچک چکوبدره کېده .
دکنفرانس دکارپه وروستی برخه کي  ددوستی فرهنگی ټولنې  له مشر ښاغلي حيبيب الله غمخور نه هيله وسول چي ددوستی فرهنگی ټولنې هغه پرېکړه اعلان کړي کوم چي ځوانو فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانو ته ئې ددې کنفرانس په وياړ ستاينليکونه ،مډالونه اونوريادگاري نښانونه منظورکړي دي .
ښاغلي حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتاب جرگې پرېکړه ليک تر لوستلووروسته دښاغلي کانديداکاديميسين  محمد اعظم سيستاني څخه ئي غوښتنه وکړه چي ښاغلو اجمل اند، صالح محمد صالح ، پيرمحمد باوري، ايمل پسرلي ته هغه ستاينليکونه ورکړه کوم چې د دوستۍ د فرهنگي ټولنې له خوا منظورشوی دي .
بيادښاغلي سرتير صاحب څخه هيله وشول  چي  دلراوبر ويب پاڼي مشر عبدالله احسان  اوښاغلی ولي عبدالله ته ستاينليک ورکړي . له ښاغلي پسرلي ايمل صاحب  څخه هم غوښتنه وسول چي ځوان شاعر ښاغلی  نذير احمد نذير، دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک  پرهيز اوسمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي ته ستاينليکونه ورکړي.
بيا ښاغلي سرتير صاحب ځوان شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد ځوان ژورناليست دښاغلي احمدشاه اعظمي اوقدرت حليم  ته ستاينليکونه ورکړه  .
له ښاغلي صالح محمد صالح څخه هيله وسول چي  اغلې زرلښته حبيب ته ستاينليک ورکړي .
همدا ډول دښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ،ښاغلي محمداقاشيرزاداوښاغلي عبدالباقي لعلي نه هيله وشول
دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدواليبال ټيم  ځوانانوته مډالونه ووېشي .
دغونډي دکوربه ټولنې مشر حبيب الله غمخور لخواځوان اوخورژبې شاعر ولايت خان ځدراڼ  ته ستاينليک ورکړه سو.
بياښاغلي حاجي حکمت الله حکمت  دبوکس په لوبوکي وتلي ځوان  سهيل هوتک ته منظورسوی کپ  ددې په خاطرچي هغه نه وو دهغه قبله گاه عبدالحی هوتک ته تسليم کړ .هداډول دمالمو ښار ځوان ترينر احمد رشاد اڅکزی ته د حاجي حضرت مومند صاحب لخواکپ ورکړه سو .
ديادولووړده چي دډاکتر کلام مومنداوانجينر عبدالاحد عزيزي  ،احمد گل اندړاوجنرال عبدالرشيد  لخواهم پر مستحقوکسانويادگاري  نښانونه وويشل سوه .
بياوارښاغلی حبيب الله غمخورته ورسېداوهغه دځواني موسکا اندړ اوځوان شاعر نيازمحمد پياوړي نه په ډيره ښکلې اوعالي بڼه دپروگرام دپرمخ بيولوپه خاطر دمننې اوکوروداني په څرگندولوسره دسوي ته دلازياتو برياووغوښتنه وکړه اودټولنې لخوادکنفرانس په وياړ يادگاري سمبولونه دکنفرانس يوشمېر گډون والوته ديادگارپه توگه ورکړه سول .
همدا ډول ئي ددې درنې غونډي په وياړ له نمارک نه راغلو خوږژبوشاعرانو اوفرهنگيانوهر يو ښاغليو صديق ننگ،ودير ساپي  اوعيسی خان بهرام په ځانگړويادگاري نښانوونازول سول .
غونډه دکنفرانس دگډون والو،ويناوالو اوټولوهغودوستانونه چي په خپلو هر اړخيزه مرستواوملاتړئې د کنفرانس دجوړېدوزمينه برابره کړې ،په ځانگړې توگه له ټولوهغوځوانانوڅخه چي دکنفرانس دکاردسمبالښت  عکاسی اوفلمبرداری ،په مالموکي دشمشاد تلوزيون دکامره مين ،هغوچي دکنفرانس دگډون والولپاره دډوډۍ خوړلوپر وخت مېلمه پالنه او دسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې  په څرگندولواودلوي څښتن له دربارنه دوي ته دلازياتوبرياوپه غوښتنه سره پاي ته ورسېدل .
ديادولو وړئې بولوچي ددې کنفرانس په پته يوشمېر رالېږل سوی پيغامونه اوليکنې دروزگان  مهالنۍ په ځانگړې گڼه کي چاپ سوی دوستان ئي هلته لوستلاي سي اوپاته دهمدغه کنفرانس داساسي وينا سره يوځاي خپاره سوي دي ،درانه مينوالو اولوستونکې کولاي  سي دکنفرانس  ټول پاته موادهلته ولوي  .
………………………………….

ددوستۍ فرهنگی ټولنې پرېکړه ليک
دلوي اوبخښونکي خداي په نامه

سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۰ ز کال داگست ۱۹ مه

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې  داگست پر ۱۹ په خپله فوق العاده غونډه کي چي دافغانستان دخپلواکي دبيرته ترلاسه کېدود۹۱ کليزي په مناسبت جوړه سوه  دنورومسائيلوپه څنگ کي  دځوانو فرهنگيانو، اديبانواو ليکوالودستايني،هڅونې اودرناوي  په خاطردنړی کنفرانس  په اړه تر هر اړخيز بحث  وروسته  پرېکړه وکړل چي  لاندي کسان او ويب پاڼومسؤلين  دي په ستاينليکونو وستايل سي :
۱/  ځوان اونوښتگر شاعر اوتکړه ژورناليست ښاغلي اجمل اند.
۲/  دټوکوراټولونکی دافغانستان دملي اردو پخوانۍ افسر ښاغلی  پيرمحمد باوري  .
۳/ ځوان اوهڅاند ليکوال ،شاعر ژباړونکی اوفعال ژورناليست  ښاغلی صالح محمد صالح .
۴/  په کړاونو کي راټوکېدلې ،هڅانده اوفعاله ژورناليسته ،ليکواله اغلې نجيبه لېمه  .
 ۵/ ځوان ژورناليست ،ليکوال اوپېژندل سوی ژورناليست ښاغلي ايمل پسرلی  .
۶/ ددعوت مجلې او ويب پاڼي مشر ښاغلی طارق بزگر
۷/ په بلجيم کي دافغان ادبي بهير مشر ښاغلی حاجي محمد امين باوري
۸/ دافغانستان دراډيوتلويزيون اوبې بې سي  راډيوژورناليست  ښاغلی ولي عبدالله
۹/ دبينوا ويب پاڼې مسول ښاغلی خالد هادي حيدري
۱۰/ دلراوبرويب پاڼي مسول ښاغلی عبدالله احسان
۱۱/ دټول افغان ويب پاڼي مسول شيرزاد کاموال
۱۲/ دتل افغان ويب پاڼي مسول ډاکتر جمشيد سمون
۱۳/ دافغان جرمن انلاين  مسول  ښاغلی کبير
۱۴/ دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک  پرهيز
۱۵/ غورځنگ ويب پاڼي مسول روح الله الهام
۱۶/ دوړانگي ويب پاڼي مشر شيرولى يارمحمد شينوارى
۱۷/ هيواد ويب پاڼي مسول هارون وردگ
۱۸ /  سمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي
۱۹/  خوست ويب پاڼي مسول رحیم خان تڼی
۲۰/ اغلې زرلښته حبيب
۲۱ / تکړه شاعر دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دشعر اوادب دبرخي  مسول اوتخنيکی چاروهمکار ښاغلي هيوادشيرزاد.
۲۲/ دڅوژبونه  پښتو (ډيکشينريو) جوړونکی دالمان ږغ راډيو فعال ژورناليست  ښاغلي احمد ولي اڅکزی
۲۳/ دناروژي ،پښتو ډيکشينری جوړوونکی اودويکيپېډيا پښتوبرخی فعال کارکوونکی په پولنډ کي دطب پوهنځۍ محصل  نجيب بياباني .
۲۴/  دسويډني پښتو لومړني ډکشينری جوړونکی ښاغلي عبدالمنان ماموند .
۲۵/  ځوان شاعرښاغلی نياز محمد پياوړی 
۲۶/ ځوان شاعر قدرالله حليم
۲۷/ ځوان خوږژبی دعالي استعداد څښتن  شاعر ولايت خان ځدراڼ
۲۸/ ځوان اوپه خواريوکي رالوي شوی شاعر ښاغلی  نذير احمد نذير
۲۹/ ځوان اوفعاله  فرهنگی څېره دمشال راديو تکړه ژوزناليست ښاغلی   احمدشاه اعظمي
۳۰/  در وزگان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکاراوتکړه ليکوال اوژباړونکی ښاغلی ډاکتر نثار احمدصمد .
۳۱/ در وزگان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکار،مشهور ژباړونکی اودغښتلي قلم خاوند ښاغلي رحمت آريا .
۳۲/ در وزگان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکارپېژندل سوی ليکوال اوسياسي څېړونکی  ښاغلی هدايت الله هدايت  .
همدا ډول پرېکړه وسول چي دمالمو ښاردفټبال لومړنی ځوان ترينر جايزه گټونکی تنکی ځوان احمد رشاد اڅکزی ، دبکس په لوبوکي وتلي ځوان  سهيل هوتک ، دښاغلی ميوند شيرزادپه هڅو له پخوانه جوړسوی دافغانانو دعلمی اوکلتوري مرکز دواليبال گروپ  دې په ځانگړو مډالونووهڅول سي  .
ددوستۍ پرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دغوپياوړو ځوانو ليکوالو،اديبانو ،شاعرانو اوفرهنگيانوته ددې بري اوستاينليکونودترلاسه کېدوپه مناسبت دزړه له کومې مبارکي وايي دلوي اوبې نياز څښتن له دربارنه تاسواودافغانستان ټولوزلمو(اغلو اوښاغلو) لپاره  خپل هيوادته دخدمت په لارکښي دلازياتو برياليتوبونوغوښتنه کوي .
پدې هيله چي يوه ورځ په جگړه ځپلي افغانستان کي دايمي سوله ټينگه او اولس ئي دښېرازه ژوند څښتن سي .

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه