غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39110
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2010-09-22


 

ددې لاسونوقدرهغه وخت سي موږته معلوم
چي درد یې ونیسي دریه غلې سي شوریې مړسي

داسمان جنگ کي دي دآس سپرلي بې گټي بولم
ټکي چي اوري پیاده روغ پاته سي سپوریې مړسي

که ژاړې سر راوړه پرزړه مي اوښکي وڅڅوه
دلته اوس هم لمبې بلیږي چي لږاوریې مړسي

دسترگوسپین مي سره کفن دخمار وپوښله
که موداحال وو ژربه واورې چي داتوریې مړسي

مرگ درقیب اودمطریب محفل ته یوډول دی
که هغه ومري که دا ومري ټنگ ټکوریې مړسي