مات زړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3912
نصير احمد احمدي
دخبریدو نیټه : 2005-10-19

دسړي ستمي خوت... ساه يې لنډه_ لنډه کېده په لويو ډبرو پسي به ي لاس نيوه... څومره چي پورته خوت ، لاندي به دسپېره غره په لمن کي دکلي خړ کورونه کوچني کيدل ... يووخـــت چي يې ځانته پام شو نو دغره په څوکه ولاړو . د پټکۍ شـــــمــــله يې باد ښـــــوروله اوپه خـــولو لوند تندي يې سهــــارني لمر ته ځلېده . يـــوې راوتـــلي تيــږي ته يې ډډه ووهله .
لاسونوته يې وکتل ، له ازغيو ډک وو خو دي يې په دردنه پوهېده.
سريې وځړېد، دښي سترګي له تورو بڼو نه يې يوه لويه اوښکه بېله شوه،په سپېره ډبره پريوت او درونوالي يې خړ پوټي ورڅخه واخيست . له پاسه يې کلي ته وکتل ، پخپل پنځه ويشت کلن ژوندکي يې دلومړي ځل لپاره له کلي ورټ (کرکه ) وشو. داسي ورته وايسېده لکه دکورونو خړ ديوالونه چي يې په زړه ولاړ وي .. غريو واخيست ... په سلګيو يې پيل وکړ اويوه شيبه يې دماشومانو غوندي په چيغو_چيغو وژړل ... وروسته يې سر هسک کړ ، د اوښکو ډکي سترګي يې په يوه لوي کربوړي چي څوګامه لري په يوه هواره ډبره پروت و ولګېدي . بې اختياره يې له خولې ووتل:
- تـــــه دلـــــتـــه څـــه کـــــــــوې؟
کربوړي دوه_درې ځله خپل لوي سروخوځاوه .
سړي يو ځل بيا غريو واخيست:
-ستا زړه خوبه نه يي مات شوي؟
کربوړي بې حرکته پروت و....
ســـــړي پــــــــه يـــــــــوه داسي غږ لکه څوک چي خپل يوه نږدي ملګري ته دزړه خواله کوي ، وويل :
- پوره دوه کاله ديوه چا په مينه وسوځېدم . که به روغه وه نو زه هم روغ وم ، که به ناروغه وه نوتر هغې به په ما سخته تبه راتله . کله چي به مي په خندا وليده نو خوښي به يې رابښله اوچي خفه به وه، نوددي په ځاي به زما شونډي چاودلي وې .په هغې مي يوکوچني درد هم نه لورېده. ان ددې لوي منګى مي ځکه په غولکه وويشت چي دروندراته وايسېدي
شااوخوايې کتل ... له ځان سره ډونګېده ... خوزه دګودرله غاړي څوګامه ليري دچنارونو په ګڼو شنو لښتو کي پټ وم اودهغې له کاوړه (قهره) مي خوند اخيست .
ته پوهېږې چي ماپه ټول ژوندکي يوازي يوځل جګړې کړي اوهغه هم ددې په سر؟
داوخــت غـــلي شو ، کربــوړي ته يې وکــتل ، هغه وچي سترګي ورته نيولي وې .... بيرته په خبرو راغي :
- مادخپل ګاونډي ګيډي ته ځکه ګونډې ورکړې چي دځان په منګ يوه بل ځوان ته يې ويلي وو چي دهغې سترګي خوند ورکوي . هغه چغي وهلې ... قسمونه يې.... خوړل خوزما بانه داوه چي ولي يې زماکشر ورورته ښکنځلي کړي وې ځکه مي دهغه مخ په څپيړو تک شين کړ اوويل مي چي ته دروغ واي ...خو
دا وخـــت زوروري ژړاخـــبره ورپـرې کړه ، دلاسونو اوږدي ګوتي يې د سر په تورو ويښتو ټينګي کړې اوپه ځوړند سر يې وويل:
- خونن سهار چـــي مي سل زړونـــــه سره وتړل اودګودر په غاړه مي له خپلي ميني څخه خبره کړه نو په ژړغوني غږ يې وويل:
- (( دخــــداي روي ومـــــنه ، رســــوايي مــه جوړوه، ماخپل زړه بل چاته ورکړيدي.))