سولې هر ځای ته سفرونه وکړه
له هر ګلشن نه ښه سیلونه وکړه
سپینه کوتره د را والوزوه
زموږ په خاوره بارانونه وکړه
د جنګ ځپلو کره هم مېلمه شه
د شهیدانو دیدنونه وکړه
زموږه چیغو او فریاد ته غوږ شه
په ویجاړ ملک مو کرمونه وکړه
په انتظار کې د کلونه تېر شول
یو ځل زموږه تپوسونه وکړه
د کونډو میندو یتیمان وګوره
لږ ئې له زړونه سوالونه وکړه
سولې لږ رحم وکړه هیله کوم
دا ځل د مینې خیراتونه وکړه
موږ خو یوازې ستا نامه پېژنو
نن په ريښتیا دغه کارونه وکړه
تقوا د لاره په بڼو پاکوي
ته هم چټک چټک مزلونه وکړه
د سولې د نړیوالې ورځې په ویاړ