لر او بر پښتونه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39125
محمد فاروق (وړ)
دخبریدو نیټه : 2010-09-22

ولې کړیږې او ځوریږې لر او بر پښتونه!
اې! دوردګو،بلخ،هرات ،ټل او خیبر پښتونه!

شونډۍ دې وچې رنګ دې تښی دئ، لیلا لټوې
بیا بادوې لکه مجنون خاورې په سرپښتونه!

کوم یوه کوډګر دمور په نس کې په تا کوډې وکړې؟
شپه او ورځ ګرځې سرګردان او درپه در پښتونه!

ویښ شه!راجګ شه!وخوځیږه! خوب دې بس دئ لټه!
دغورځنګ روح غومبرکوه لکه کوتر پښتونه!

هم په دنیا هم په عقبا کې به سرلوړئ اوسې
په پاک زړه ووایه بیا هم الله اکبر پښتونه!

بیله یوه خدایه عزرائیل ته هم خپل سرټیټ نه کړې!
تر مرګه ساته دناموس او ننګ سنګر پښتونه!

دمیړنتوب دلوبې ستر لوبغاړی او س هم ته ئې
وډبوه په وچ ډګر باندې ټټر پښتونه!

ترڅودې وینه په رګونو کې مرداره نه شي
نه وې ،نه یې اونه به شې دچا نوکر پښتونه!

ته دعرب او دعجم دکارنامو سمبول شوې
په عرش کې ویاړی په تاروح دپیغامبر پښتونه!

واکمن پادشاه چې دازل په ورځ ګڼې ویشلې
تاته ئې درکړل یوه رڼه توره اوسپر پښتونه!

پلاردې په یوه خرپ ددښمن سرله تنې جداکړ
که شاهنشاؤ که سلطان ؤ که قیصر پښتونه!

بیا دغیرت او ازادۍ جنډۍ په لاس کې واخله!
اې!دمیوند،کونړ،کندوزاو دلوګر پښتونه!

تا دصلیب اوکمونیزم ټول طلسمونه مات کړل
ته قهرمان یې دکابل دلوی محشر پښتونه!

نورپه پردیو مټو هیڅکله تکیه ونه کړې!
په کوت کې ساته یو تیره کرچ یا خنجر پښتونه!

دروس په څیر امریکا هم نن یا سبا نړیږي
الله دې نه راولي بل تر دوئ بدتر پښتونه!

ملا په تسمه اوپنډوکۍ په مزي ټینګ وتړه!
دتا په مخ کې نن بیا پروت د ی لوئ سفر پښتونه!

دملالۍ خویندې په ګنج کې لکه خرې خرڅیږي
نه ئې خواړه شته ،نه جامې او نه ډاکتر پښتونه!

دتورې بورې کنډوالې ،دود او ایرې وګوره!
دغور،غزني،کوټې،وانې او دسپین غر پښتونه!

اې لوړهمته عنقا!چا دتا وزر ټپي کړ؟
الوتی نه شې،که دې روغ نه شي وزر پښتونه!

دهغې چا خوله ترنګړ کړه !چې دښمن يې بولې
زر را په خولا کړه ګیلمن او مرور پښتونه !

جفا ،کینه او بدنیتي دتا په رګ کې نشته
دبست ،پکتیا،زابل ،لغمان او دشیبر پښتونه!

دواړه ضروردي،لاس په کارشه !زرشه !غم ئې و خوره
خپلې سورلۍ ته دې مست اس،بارته کچر پښتونه!

ځه!دغازي امان الله په مزار کوکي وکړه
پیرانو بیا خرڅ کړ دتا تاج دظفر پښتونه!

جټ او جولا بیا په برېتونو دتا لوبې کوي
لاس یې ورلنډ کړه !په کار واچوه نیشتر پښتونه!

یودې په کښت،بل په کاسه بل دې په خوټه ناست دئ
چاغ شول ملخ،مچان او ګنګ،خوته ډنګر پښتونه!

سترګې یې وباسه په نوک یا دبرچې په مرسته
څوک چې کوي دتا یوه چرګ ته چپ نظر پښتونه!

صلیب بوټ مات کړه!چې انسان ورباندې ځوړند نه شي
اورته ورواچوه رسۍ ،کپ او کالرپښتونه!

نور مظلومان دظالمانو وېتو حق نه مني
لرې کړه ظلم،چاپلوسي،چل او منتر پښتونه!

خپل طبیعي عادت پرېنږدې ! کاوبای هم رانیسه!
تا په مله مات کړل روس،انګلیس اوسکندرپښتونه!

دکونډو،بورواویتیم اسویلي سرې لمبې شوې
سوزي ټانکونه،الوتکې او ټانکر پښتونه!

دارګ په وره او په هرګوټ کې غڼې جال خورکړی
وینې دې چښي ،خونه یې خُم شته نه ساغر پښتونه!

هر یوه په جیب اوپه کڅوړو کې ماران ساتلي
په خپل انګړ کې ونه زغمې پاڼوګر پښتونه!

داد غربي دیموکراسۍ یوه نمونه ده ،ځیرشه!
څنګ په څنګ بریښې کونګ ،موږک ،لیوه او خر پښتونه!

لوڅې سینې او لوڅ ورنونه دمحفل ښکلا ده
وښیه غرب ته خپل ادب ،دوداو هنر پښتونه!

سوک یا سوټی یې په سر وارکړه !چې لږ زر په سد شي
په ظالمانو زارۍ نه کوي اثر پښتونه!

کوږ وُږ روان دئ،دوښو په ځائ ډالر خوري وینده
ښکر یې ورمات کړه !خطرناک دی ښکرور پښتونه!

فاریاب ،جوزجان،مزار،تخار او بدخشان هیر نه کړې!
ډیرلوی ناورین دئ په خپل کور کې شور او شر پښتونه!

که چیرته ځان داحمدشاه بابا لمسی بولې ته
ښکلي سینګار کړه خوست ،بامیان او پیښور پښتونه!

کارمل،مسعود،کشتمند،دوستم او رباني یې نښي
په وطنفروش او پست نور مه کوه باور پښتونه!

تور زمریان دې چې غږ واروي ،وارخطاشي،ریږدي
ته يې غښتلۍ،بریتوراو (.....)پښتونه!

شپون،پاده وان ،ټول بزګران او خټګران راغونډ کړه!
نا هیلي نه کړې ډم،ملا،پښ اومېتر پښتونه!

نارې ،سورې ،آه او زګیروي یې تر آسمانه جګ شول
ته شه دردمنو ته زړه سواند ی درمانګر پښتونه!

ورشه! که نر یې ددلفین سره سیالۍ ته چټک
بیله تا کله ښه ښکاریږي سمندر پښتونه!

لامبو ښه زده کړه !هسې نه چې ته بې ځایه ډوب شې
لوی سمندر دئ سورور او ډیر ژور پښتونه!

په بې غمۍ سره به خورې ،چښې او نفس وکاږې
بیرته چې خپل کړې دخلیج دخولې ګودر پښتونه!

ستوري په مټواو جوغه هم په خپل سر ټینګه کړه!
دازادۍ دمینانو سر افسر پښتونه!

لندن،پاریس،مسکو،برلین او واشنګتن رپيږي
دکبرجنو سره تا وکړ ټکر پښتونه!

تورې تیارې،تورې څیرې،ډار او شکونه ورک کړه!
وړانګې دې تیت کړه هرې خواته لکه لمر پښتونه!

غرونه،ډاګونه او سیندونه دې تر مورګو ډک دي
لعل او سره زر دي خاوره ،کاڼي او کمر پښتونه!

دکوه نور الماس پرون دتا دتاج ښکلا وه
شاهدي وایې زوړ تاریخ ،کان او زرګر پښتونه!

دکوکونارګل ،شیره،پاڼې او دانې دوا ده
دخدای نعمت وي مسلمان ته معتبر پښتونه!

روح او هجرې دټول بدن به دې ټول عمر خوښ وي
دخپل انار شربت چې وچښې یو لیتر پښتونه!

شل دړانده په اوږو ناست ډیوه په لاس کې ورکړه!
ړانده ته یودي توره شپه او سپين سهر پښتونه!

لارې ،ویالې،لښتي،بندونه او کورونه جوړکړه!
غږ کړه ډولچي ته!زر را وغواړه اشر پښتونه!

چغل راواخله !وُ ړ او غټ دیو او بل نه بیل کړه!
نخود دمیو سره نه دي برابر پښتونه!

دتا دبام په سر ګیدړ او شغالان تاویږي
څه شو دتاد وره دسپيو لوی لښکر پښتونه!

تا چې زنګ نه وهي ،په ځای ده ،چې الماس دې بولي
وسوې ،سوچه شوې،پاک وجدان دې شو جوهر پښتونه!

ته په تیارو کې هر لارورکي ته ډالۍ ډیوه شوې
چیرته به څوک وي بل ترتا ډیر بختور پښتونه!

څوک چې ددې خاورې بچی دی او عزت یې غواړي
ورسره ونمانځه کمکۍ او لوی اختر پښتونه!

ناتو رسوا شوه په جهان کې ،جنرالان یې ژاړي
لومد شو دهریوه په صلیب سینګار نیکر پښتونه!

دسوټو ډک پيټي یې وتړل ،په منډو تښتي
داخبر خپورکړبي بي سي،تاس اوباختر پښتونه!

په وچ تندي دې دبري نښه له عرشه بریښي
دزمري په شان یې زیږ او زړور پښتونه!

که چیرته غواړې چې دتا غږ په (یونو) کې واروي
په سینه بند کړه داتوم بم او سټینګر پښتونه!

تیرې لحظې ،ښې وې که بدې بیرته نه راګر ځي
په پام کې ساته دساعت ثانیه ګر پښتونه!

دخپل خالق سره که رازاو نیاز په طور کې غواړې
وخوره سکروټې د اور ! ونه خورې سره زر پښتونه!

کبر ونه کړې ! دمیږي په سرخپل پل کېنږدې!
تنها الله(ج)دی بې پروا او زورور پښتونه!

تا خو په خدای او په قران باندې ایمان راوړی
خوندي به ساتې حق دځان او بل بشر پښتونه!

په وریښمیني وروڼي کې تاو کرزی ډیر سخت ویده دئ
برګه سزني اوکه چپنه شوه خطر پښتونه!

تکسپین کالي،یوه شنه لونګۍ او سرې څپلۍورسره
ډیر ښه ښکاریږي په اوږه دتا څادر پښتونه!

وړ دجزا که دسزا شوې دانصاف په تله؟
غلطوې دیارانې کړکۍ او ور پښتونه!

ښوی پی ښه نه یې ،پردی خوی درسره نه جوړیږي
پاتې شه زیږ پيږ سر تر پښو ببر مبر پښتونه!

هره رمه او هم ګله خو بې سرکښه نه وي
ته خپل ټبر ته ولې نه ټاکې رهبر پښتونه!

ددې دپاره چې دهڅې سپیرې خاورې نه شي
خپل ځان ته جوړ کړه دیوه ښه نظم دفتر پښتونه!

ته او وطن چې ور په یادشئ، په سلګیو شي خوار
زړګی مې ژاړی هر سبا او مازدیګر پښتونه!

(وړ) دقلم په څوکه مړه ،پړه او ویده راویښ کړل
وروړه غازي محمد جان خان ته دا خبر پښتونه!

۰۵- ۰۷- ۲۰۱۰
زولینګېن - جرمني