ځای دجنتو یی ای مرغابه
غیږدناوکو یی ای مرغابه
نن دی بیا مرغاب څپاند څپاند وینم
زړه دپښتنو یی ای مرغا به
سوله نیک مرغی ده میه وله
مینه دجرګویی ای مرغابه
خلګوته پیغام دورولی راوړه
جوش دمرکویی ای مرغابه
خپل بچی دعلم لورته وکاږه
ځای دفلسفویی ای مرغابه
وګنډ نڅی نڅی ګریوان دی بیا
چیغه دشملویی ای مرغابه
بیابه دی مرهم کړودازخمی ځیګر
هیله دنسلویی ای مرغابه
بیاآزادی آوازاوچت کړه نن
عزم دشملویی ای مرغابه
اوښکی څڅوغم دی زموږدی
خوب ته موللویی ای مرغابه
موږبه یوه ورځ درنه په کډه سو
کوردسلسلویی ای مرغابه
ستاپسی یادونه تل خاموش کوی
مینه دوختویی ای مرغابه
(اسحق زی)
هرات لرغونی ښار