یوه ورځ به زه بوډا یم ته بوډا
نه به زما وی دا ځوانی نه ستا ښکلا
چه شبنم کله راټول شی د غوټی نه
نه غوټی وی نه یی ګل نه یی ادا
په خزان باغ کی زاغان همیش راټول وی
چا لیدلی دی بلبل په هغه خوا
چی خزان دا ستا دحسن باغ خزان کړی
حسن ولاړشی ښایست ولاړشی بله خوا
کبر مه کوه دا کبر به دی وران کړی
دځوانی ښایسته ګلونه خامخا
داځوانی خو یو نشته ده چی تل نشته
نوزادی وای بس ځوانی وای بس اشنا