محبت کې ګوره ځان مې رانه هیردی
جدای کې دی ، ایمان مې رانه هیردی
ظالمې رحم وکړه، یا مې خپل کړه یا پریږده
د ژوندون ناهیلوګام کې ،ارمان می رانه هیردی
پروت اوم په د نیاکې ،یواځې ډیر خوشحاله اوم
چی مینه راسره شوه، اوس دیوان مې رانه هیردی
چی کله راپه یادشې نواوښکې بې اختیاره شي
دمینې دی مزل کې ، کاروان مې رانه هیردی
زه هغه لیونې یم چی مینتوب، لیونې کړې یم
زغمم چی زغمشي ،خو توان مې رانه هیردی
دابه کله وصال ته وایي؟ چی زه هم لتانه ځاریم
د دی په طمعه طمعه اوس جانان می رانه هیردی
وزیر محمد اکبر خان