شمي ته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39289
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2010-09-29

شمي ته!

شمي برخلیک دي نورتریخ سوﺉ دﺉ
نوردرته دجرم تور تریخ سوﺉ دﺉ

ستا دحوصلې اوښکي به وچي کړي
وخت به نور نوتاسي هم پایلوچي کړي

بیابه موله سترگواوښکي نه څاڅي
بیابه مو له اوره لوگي  نه پاڅي

بیابه ځان په اوښکو پاکوای نه سی
بیابه ترخوله دود دزړه ایستای نه سی

نوربه د حالاتوبیان نه لرﺉ
ژبه به لرﺉ خوتوان به نه لرﺉ

تن به مولمبې د اور اخیستي وي
تل به موپرغاړه شپې اخیستي وي

سوځۍ به،ځورېږۍ به،لگېږۍ به
مرگ به موهم نه راځي کړېږۍ به

تاسي باندي هم داجهان تنگ دﺉ  نور
ستاسي برخلیک هم زموږپه رنگ دﺉ نور

موږهم په سرونوکي  لمبې ساتو
گروم،غم، ویر،خپگان اواندېښنې ساتو

غوښي مواورونو سوځولي دي
بڼي مولوگیو  اړولي دي

زړونه وخت سندان راپاخه کړیدي
ستوني موباروتو ترخه کړیدي

موږهم دلمبوپه غېږکي خلي یو
موږهم د پردو په جبرتللي یو

زموږله مغزو(سو) استفادې کیږي
زموږپه لمبوهم د دوی مېلې  کیږي

زموږاوښکي هم نه پرېږدي چي وژاړو
ژبي موهم نسته چي حق وغوا ړو

شمي! موږله وخته په دې اورکي یو
اوس چي تاپه نیسي په دې تورکي یو .
کابل/2010/09/28