چین : افغان محصلینوپربېنوا پآڼه بندیز په کلکه وغانده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39430
راحیله جواد - کابل
دخبریدو نیټه : 2010-10-05

 د چین د اورومچی په ښار کي افغان محصلینو په یوه ګډه غونډه کي دافغان حکومت لخوا پربېنوا پاڼه لګیدلي نشراتي بندیزونه په کلکه وغندل او ددولت څخه ئې دژربیا پیلیدو او بخښي غوښتو غوښتنه وکړه .

ددغو افغان محصلینو په استازیتوب میرویس عليزاده نن بېوا ته وویل :

  ((مونږټول افغان محصلین دبینواویبپاڼې څخه په کلکه خپل ملا تړکوو او بندیزونه چه دنوموړې ویبپاڼې پرنشراتو په افغانستان کې لګیدلې دې په کلکه غندو اود ‌طلاتواوکلتوردښاغلې وزیرڅخه زمونږداغوښتنه ده چه د خپل یو اړخیزه اوتعاصب نه ډک قضاوت نه دی لاس په سر شې .))


ښاغلي میرویس زیاته کړه چي وزیر صاحب دخپل وزارت په تیره دوره کی دپښتو په ضد څه څه وکړه او بیا د خپل سفارت په دوران کی په هندوستان کی چه دپښتو پر ویلو بندیز وو او په پښتو ملنډي وهل کیدې .  دیوې خپلواکی ویبپاڼی په بندولو شروع وکړه چه داعمل مونږ په کلکه غندواومونږته د زغملو ندی.دولت دي خپله پریکړه بیرته واخلي اود پښتونو قرهنګیانو څخه دي بخښه ووغواړي .