د ښاغلي اټک ديوې غزلې پر ځمکه
څه جادو دې په ما کړی جادوګره
راته وواېه زما دزړګي سره
نه مې خوب نه مې ارام نه مې قرارشته
شوګیرې کړم لکه شمع تر سحره
هسې ستا د ښکلي مخ تاب مې را واخلي
لکه پرخه چې شي ويلې تا ته لمره
دادې یاد دی چې په زړه مې کړی مېچنې
چی غزل شم کله درد کله سندره
دادې قدر دی اشنا ته څه پوهیږې
چې دې نه پلورم په سرو زرو خبره
دنېاګۍ به مې دزړه شي ټوله ړنګه
که خفه شوې د لينا فدا دلبره