سلام په دواړه لاسو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39496
غ - فاروق
دخبریدو نیټه : 2010-10-08


زما  ټو لو ته  سلا م  په  د وا ړه لا س
  په وجو د ېی ولي خپل ځا ن خطا با سو

 ا نسان چي دانسان په درد دردمن نوي
   ډاکترچي دناروغ په خوږخوږمن نوي

ا فغا ن چي د ا فغان په غم غمجن نوي
سخيچي دسخا څخه ېی ډکه لولمن نوي

زما  ټو لو ته سلا م  په  د وا ړ ه لاسو
په وجود ېی ولي خپل ځا ن خطا با سو

چي خوا بد ي يو د  بل سره  پخلا نشي
چي ترځا ن ېې ښه لورينه پربلچا نشي

ظا  لم  چي  د  مظلو م  په  تسلا  نشي
چي زوی په نصيحت د خپل با با نشي

زما ټو لو ته سلا م  په  د وا ړ ه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځا ن خطا با سو

ښوونکئ چيشاګردته څه ورزده نکړي
مامورچي په خپلکارکښي تلوسه نکړي

ولسوا ل  چي د ولس په  مشوره نکړي
قا ضي چي په رشتيا څه فيصله نکړي 

ز ما ټو لو ته  سلا م  په  د وا ړ ه لاسو
په وجود ېی ولي خپل ځا ن خطا با سو

بزګرچي خپل پټي ته ښه خدمت نکړي
نا ظرا ن چي د بز ګرو مراعت نکړي

با دا رچي دمزدورسره صحبت نکړي
چيدوی ټوله په خپلمينځکي الفت نکړي

زما  ټو لو ته  سلا م  په  د وا ړ ه لاسو
په وجودېی ولي خپل ځا ن خطا  باسو

ا فسر چي مهربا ن پرخپل عسکرنشي
عسکر چي په مثا ل د خپل ا فسر نشي

قو مند ا ن چي منسو بينو ته رهبرنشي
چي سا تونکئ  د سرحد ا ولروبرنشي

ز ما ټو لو ته سلا م  په  د وا ړه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځا ن خطا با سو

خا نا ن چي د بېوزلومرستند وی نشي
بي وزلي چي خپلوان ټوله ددوی نشي

ظالم چي دمظلوم په خوی اوبوی نشي
ا جتماع دعد ا لت جوړه په دوی نشي

ز ما ټو لو ته  سلا م په  د وا ړه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا با سو

د د وست او د دښمن لارچي يوه نشي
چي بله ېی په کورکښي زرډېو ه نشي

چي د دواړوخورک يوډول مېوه نشي
چي راضي دواړه دسوليپه شېوه نشي

ز ما ټو لو ته سلا م  په د و اړه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا با سو

خوا بدي چيپه خپلمينځ کي پخلا نشي
چي ترې ورکه د نفا ق  لويه بلا نشي

چي دواړ ه په يو ه زړه او صلا نشي
له  بد و چې بيزا ر په  يو ه پلا  نشي

ز ما ټو لو ته سلا م  په  د واړه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا باسو

ګوروان چي دخپل کلي خدمتګارنشي
د خپل کلي  چي  پرد  ه ا عتبا رنشي

د څړځايوله پا ره چيخلګ بېګارنشي
چي  وچ  د ښتو نه ګل و ګلزا رنشي

زما ټو لو ته سلا  م  په  د وا ړه لاسو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا باسو

پا چا چي د رعيت په  حا ل خبرنشي
رعيت  چي  د پا چا  لپا ره سپر نشي

درعيت ژوندچي خرابوي اوبهترنشي
پا چا  چي له  قد رته لاس پرسرنشي

زما تو لو ته سلا م  په  د و ا ړ ه لاسو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا با سو

په  شعرکي چي د ژوند رمزو نه نوي
په ژوند کي چي دژوند خوند ونه نوي

راحت کي چي دياروداشناياد ونه نوي
په يادکه دي فاروقه دوطندردونه نوي

ز ما ټو لو ته سلا م  په د وا ړ ه لا سو
په وجود ېی ولي خپل ځان خطا با سو