زړه مې پښتون دی په پښتو کې اوسي
لکه ګلاب خپلو وږمو کې اوسي
دلته اغيار هم که ميلمه شي راشي
زموږ بڼو زموږ لېمو کې اوسي
څومره غني دي دا فقير پښتانه
چې ابراهيم غوندې لمبو کې اوسي
د فکر باز مې څوک نيولی نه شي
د پښتونخوا په سردرو کې اوسي
اټک په لاره باندې پروت دی ورته
د جنتونو دروازو کې اوسي
کامه