دردونه ميلمانه دي او دردونه ميلمانه دي
دزړه سره مې تل مدام غمونه ميلمانه دي
د هر بدلون په طمعه خوشالي که شي نصيب
چې سترګې کړمه خلاصې کړاوونه ميلمانه دي
زما په اوبو سپين سبا په کوز کلي کې جوړدي
زما په برخه تنده ، تورتمونه ميلمانه دي
ميلمه ،ميلمه پالنه کې مشهور يم په دنيا کې
واکدار زمونږ د کلي خو عمرونه مېلمانه دي
دنيا کې خوشالي ده ابادي ده خپلواکي ده
زمونږ د خوار نصيبو تل جنګونه مېلمانه دي
اصيل ځوې ېي راوړې د ميرويس نيکه لمسې يم
زما د کونډې مور ځکه ويرونه مېلمانه دي
روان ېمه حېران چې اوس د چانه ګېله من شم
فکرو سره مې ځکه تشويشونه مېلمانه دي