وخته موسم دپسرلو کی ګوره؟
زما دعمر خزان ورژیده
زه غوړیدلو ته وزګاره نه شوم
زه پاڅیدلی لا له خاورو نه وم
چی سری منګولی د بی رحمه سیلاب
زما په سر باندی راورسیدی!
اوبیا؟
مانه یی لری کړه بړستن دخاورو
زما تنکی څانګه بربڼډه شوله
مانه یی یوړله تنکی خوبونه
ماکی یی مړه کړل ګلالی خیالونه
ځان سره یوړوم زه بی وسه څانګه
زه یی لاهو دبل وطن په لور کړم!
ما دغوټیو او سپرلو فکرونه
ټول هلته پریښودله!
زما خوبونه دتنکیو غوټو
په بیړه ورژیدل!
نن چی کلونه له هغه تیریږی
زه بل څه نه یم بس یو (خولکی) یمه
چی ښکته پورته له اوبوسره ځم
وخته! له ماسره دی څه وکړله؟
نن چی کلونه له هغه تیریږی
دفکر ټال می ځنګوی هره ورځ
او زما سرکی دغه سوال تیریږی
خدایه سپرلو کی اوسیدل څنګه وی؟
دا دغوټیو سپړیدل څنګه وی؟
مینه دګل او خندیدل څنګه وی؟