داسلام دريم ركن ( روژه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3962
خليل الله سروري - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-10-24

روژه

روژه په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې ، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي . په قرآن كريم كي د بي بي مريمي د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره سوي دي .

فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا

( سورة مريم آيت ۲۶ )

ترجمه : ( نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي  درحمن ( الله ﷻ ) له پاره روژه ( خبري نه كول  ) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره ).

او شريعت كي دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي .

مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه ، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي .

ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك .څښاك او جماع ( يوځايوالي) څخه .

ټاكل سوي وخت عبارت دی ، له صبح  صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري ) .

څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري ، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت .

او دنورو نيت لكه : قضايې ،نذر مطلق ،دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه  صحيح كيږي ، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي  لكه قضايې ،نفلي او كفاري روژي نيت .

كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي ( دزخم غوړول ) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي .

دروژي فرضيت :

د رمضان په مياشت روژه فرض ده او دفرضيت دليل يې دا آية كريمه دي .

فمن شهد منكم الشهر فليصمه

( سورة البقره آية : ۱۸۵ )

ترجمه : ( څوك چي حاضر سو له تاسي څخه مياشت دروژي ته ، نو روژه دي ونيسي ).

او دا آية مبارك هم د روژي په فرضيت باندي دي دلالت كوي :

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °

( سورة البقره آية : ۱۸۳ )

ترجمه : ( فرض كړل سوي ده په تاسو روژه لكه فرض كړل سوي چي وه په هغو كسانو چي ستاسوترمخه وه ) ( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم      ﷺ پوري ) .

 

 

دروژي فضيلتونه :

روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي : شهررمضان الذي انزل فيه القرآن °

( سورة البقره آية : ۱۸۵ )

ترجمه : ( د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي ( يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته )

او همدا رنګه د احديث شريف :

عن ابي هريره ( رض) عن النبي     ﷺ قال : من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه .

( متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱

ترجمه : ( د حضرت ابى هريره ( رض) څخه روايت دي چي رسول      ﷺ فرمايلي دي :

( چاچي د روژي  په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توګه او دثواب په نيت ، و به بخښل سي دده ټول مخكني ګناهونه ) . په بل حديت  شريف كي  ذكر سوي دي : د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات .

 د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي :

( چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم )

د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي .

يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې : ( د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي ) . په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي ( په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي ) :

خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري ، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه ( مكمله ) روژه كښي دي . او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك ، څښاك او جماع  څخه ځان وساتي . له دروغو ، فحشاء ، دحرامو دليدلو او اوريدلو ، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي  ﷻ رضا حاصله كړي ، د جنګ او جدل څخه ځان وساتي  او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي .

كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي .

 

د روژى د خوړلو له پاره شرعى  عذرونه :

 

  ۱  سفر : كه چا د سفر په وخت كښي روژه وخوړله روا ده مګر نيول يې فضيلت  لري . خو شرط دادي كه دسفر مسافه  تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې  تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي  په بعضي ځايو كښي د ا مسافه  ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده   .

 

 

۲  مرض : كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرګ ويره او يا د مرض د زياتوالي  متصور سي او همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرګ ويره وي لكه : تنده ، لوږه ، حمل او نور

 

 

۳  حيض اونفاس : په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده.

 

۴  زوړوالي : هغه چاته خوړل رواده چي د ډير زوړ والي  په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي.

 

روژه ماتوونكي شيان : 

هغه شيان چي روژه ماتوي دوه ډوله دي :

 

۱  هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك ، څښاك  ( غذا وي او كه دوا )  او جماع په محل مشتهي كښي .

 

  ۲  هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي .

لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره ، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك ، څښاك او جماع وسي .

جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي .

 سګريټ ،چلم، نصوار ،شراب ، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كښي منع او روژه پري ماتيږي .

په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي  بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي .

 

كفاره :

كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي .

 

د روژ ي  خوړلو له امله كفاره :

۱ غلام آزادول  ( كه څه هم اوس غلامان نسته )

 

۲  دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي ، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ ، د لوي اختر لومړي ورځ  او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راګرځولې بله كفاره نه پرلازميږي .

 

۳  شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه  : غنم نيمه صاع  ( نيمه صاع اوس د دووكيلو ګرامو سره مساوي ده ) ، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي .