زړه می په سترګو ستامین دی اشنا
هومره په خوله که زه انکار وکړمه
ستاله کوڅی نه پښي ستړی نه شی
څومره مزل که پدی لار وکړمه
لیونی سترګی می ستالاری څاری
شپه که سحر په انتظاروکړمه
دزړه غوټی می رژولی تاده
زه به څه فکر دبل یار وکړمه
ژونده، راحت تاراته ونه پیژند
دمرګ په غیږ کی که قرار وکړمه
رڼا په خدای که درنه هیر شی اشنا
سفر که سل له دغه ښار وکړمه