عشق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39699
نبیله وفا
دخبریدو نیټه : 2010-10-17

بې له خدايه عشق د بل چا سره
زما باور نه راځي
زه کمان نه کوؤمه
چې هغه عشق ؤه وسي
هغه به خامخا هوس د زړه وي
او هوس ټول عمر شیطان کړی دے
چې د شاهت نه پس د خاورو په ډیرا ن پریوتو
او لعنتي ياد شولو
زما عزیزه ربه
زما په عشق کې د هوس اوبه ورګدې نه کړې
زما دعشق اوبه شافافې ساته
ابې ځم ځم غوندې
هر وخت چې دا اوبه په سر وه خیژی
او دسیندونو سترګو وه بهیږي
نو ښه په جار وواېې
چې
زما عزیزه ربه
زه په تا یم که نه ېم
خو
ته په ماډیر ګران ېې
ته په ما ډیر ګرانیې