غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39745
شکرالله طاهري
دخبریدو نیټه : 2010-10-18

لیلا  خو ډ که  د  شباب  ځنې  ده
مست دخپل سترګودشراب ځنې ده
دا مینه څه بلا ده خدایه چې خلک 
په اورسوځیږي اوکباب ځنې ده
هره ورځ دمرګ  فتوا  را  کوې
 حکم یې دسترګو د کتاب ځنې ده
نه خوب راځي اونه مې وخت تیریږي
شپه ورځ مې دواړه اوس خراب ځنې ده
راکه دسروشونډوشربت نه ذکات
اوس خویې حد جګ د نصاب ځنې ده
 سپوږمی په مخ لري ډیرتور داغونه
دمخ رڼا دې کوم آفتاب ځنې ده
نه مې کتۍ شي نه کتۍ شم ورته  
خراب خراب مې زړه حجاب ځنې ده
طاهري هروخت د رقیب دا زیړ رنګ 
زما د  بد  دعا  عذاب ځنې ده