ویره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39749
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2010-10-19


اوښکې مې په مخ چې د هجران له ویرې غلې ځي
زړه ته می څه وایې په ګریوان له ویرې غلې  ځي

شور د محبت مې دې ساتلی   په مغزو   کې  پټ
کریکه د جنون مې په بیابان له ویرې غلې   ځی

ستړی شوم لټون کې ستا ثاني مې پیدا نه   کړله
سترګی مې په ننګ ددې ارمان له ویرې غلې ځي

تا چې   یوه   ورځ   کله    ونه    وینم     سو ځیږمه
چیغه مې له سوزه تر آسمان له   ویرې غلې ځي

اوښکو غمازي کوله ، موړ دی په دیدن نه شوم
تنده   د دیدار   مې په شریان له ویرې غلې ځي

ویره مې   د تا   د پاکې   مینې   رسوایې  کې ده
ما  رسوا   نه ویره په میدان   له ویرې  غلې ځي