جفا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39753
احمد جاوېد منګل
دخبریدو نیټه : 2010-10-19

 خطا  او  ستا  د  زړۀ   لۀ   زنګه  لرم    کرکه
 چا  وې  چې  زۀ داستا  لۀ ښکلي رنګه لرم  کرکه

زما او ستا  تر منځه   دغه  يو   تو پير   دی  ښکليه
  چې  تۀ   لۀ   محبت  او   زۀ  لۀ    جنګه   لرم   کرکه 

د  زږونو   فاصلې   وايي  احساس   سره   کميږي
 غير ستا  ،  د   پاچاهۍ   لۀ سور   پالنګه لرم کرکه

زۀچېرې شراب،بنګ چېرې په هوش پښتون زلمی وم
غم  , درد  پرې وژنم  خدايږو  چې لۀ  بنګه لرم کرکه

  ګل بوټي کې ښايسته بوټی په ګل باندې ښايسته
 څوک وايي، چې جاوېد داستا  لۀ  څنګه لرم کرکه؟

کويت  هېواد