غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39769
ړنا مومندي
دخبریدو نیټه : 2010-10-19

څومره ترخه وو دا زاړه وختونه
دزړه په سر باندی پراته وختونه
یایی دردونه یا غمونه راکړل
په زړګی کاڼی عجیبه وختونه
کاروان دمینی کږلیچوسره وو
خدایه ته ګوډ کړی داکاږه وختونه
څوک په سر څلی د دردونه ژاړی
په دواړو سترګو دی ړانده وختونه
د یتیم غږ می اسمانو ته رسی
کله یی اوری داکاڼه وختونه
منم چی هیر به شی دزړه نکلونه
هیر به شی کله بیلتانه وختونه
راشه ډیوه دزړه تسل ته ورکړو
په تیارو وسپارو تیاره وختونه
خاطره راشه ګل د زړه وکرو
په خوب ویده پریږدو ویده وختونه
رڼا لمن ته د زړه هیلی راوړه
ته ترینه وګڼده ښایسته وختونه