يوو زمری ؤ،يووګيدړ ؤ،يووچغال ؤ
دځنګله په قباله ئې قيل وقال ؤ
ګډوډي،ناارامي وه په هرلوري
په دې شخړه ورځ،بيګاه قتل وقتال ؤ
هرساکښ دکاروباره ؤلويدلی
سرامني ولوی،واړه لره جنجال ؤ
فيل وپړانګ په غار له وهم وه ننوتي
دهرکس په همدي څيرحال واحوال ؤ
يوو مکار اوبل ډارن زمري ته يوو وه
اخښل سوی ئې په خټه دا خصال ؤ
دومره لويه ادعا کله چغال کړې
په دې کارکي دګيدړ لاس اوکمال ؤ
خرس وخوګ،ګيدړ په ځان وه راټول کړي
غوړولی ئې زمري ته دام وجال ؤ
څه چي کړه چغال به کړه په درست ځنګل کي
نه پوښتنه،ګرويږنه اونه سوال ؤ
دادعواي وه دکلونو څه روانه
غنيمت ګيدړ،چغال لره سږکال ؤ
خورد،ريزه واړه عاريض شوه محکمې ته
دقضا پر ګدۍ ناست شرمښ دجال ؤ
درست شکوه اوشکات وو له شيربريتي
سرترپايه داهمه دګيدړ چال ؤ
متهم ئې ددهشت په تور زمری کړ
دتورخولي شرمښ دارنګ استدلال ؤ
نه قانون،نه لايحه وه په ځنګله کي
ترځنګله بهتر وهر چاته جبال ؤ
٣،می،٢٠٠٥متحده ايالات،کلفورنيا