غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39824
انجنیرشهزاده عاصم
دخبریدو نیټه : 2010-10-22

موږشاعران بې له الله له بل چا ډارنلرو
بې له منصوره تردااوسه بل په دارنلرو
خداسته تقدیرمو لوبوي که موغیرت ټپی شو
چه له میونده تردااوسه وارته ،وارنلرو
دصلحي پیغلي دعفت پوړنی ظلم وړی
موږ بې مرمیو - ورته خال نلرو هارنلرو
دوخت حاکم راته په څه ښه دَرَنه سترګه ګوري
دبي کارۍ روزګارکي ډوب یو بل روزګارنلرو
هرمازدیګرله غریوه ډک شپه یي ترستوني نیسي
مودې مودې کیږي ډیوې نشته مزارنلرو
لکه دزاڼوچه میرورک شي بیاشورونه کوي
په پردي دُود ګډوډ اتڼ کؤ کتار نلرو
لکه میږیان په ژبه ټول بیاموله حلقه تیرکړي
خالقه خدایه ! اخیرموږ ولي آزارنلرو
زړه ته نیږدي یار، عاصم ؤلي دبیلتون په کاڼو
نورښه دژوند په کرښه تاوځي موږ مدارنلرو