غــــــــــواړم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39892
استاد خواخوږي
دخبریدو نیټه : 2010-10-26


دغـــه پـســرلــي کــي نــــــــو بهـــار زه د پــښتـــون غواړم
نوي هنــګامه، نــوئ احساس، نــوئ ژونـــدون غواړم
ويــښ چــي کـي له خوبه سم و غر ته ژوندون و بخښي
پـه هغه آسماني رحمت خپل ګران وطن زرغون غواړم
قـــوم چــي را بــولــي د اتحاد او د ويــښتــوب پــه لور
هغسي مکتب، ويــښ معــلم، جــدي مضمــون غواړم
ځـان چــي کـړي ټــول وقـف د خواږه هيواد په مينه کي
مــــــيــنــــه لــــيـونــــي زه و زلمــو تــه د مــجنـــون غواړم
ســوي چــي پـــه اور د مـينـي تـل د دي ملت وي خپـــل
هغسـي کوګل، هســي زړګــي، هســي لــړمــون غواړم
څوک چه په زحمت کي د ولس شخصي راحت غواړي
زه د هـغـــــــو خــلــــګو هــمــيشه د بـيــخ خــتــون غواړم
ســــــاتـي چـــه رمـــه خـــــپله، پــرديــو شــرمښانـو څــــــــه
خپـل عزيز ملت ته زه (خواخوږي) داسي شپون غواړم