له ځانه ورك
له خپلې سټې نه ورك
څومره پيړۍ كېږي له ځانه چې پردې يمه زه
اسمان مې ګرد نيولى
ځمكه مې- دا زړه بوډۍ د پښتو
چې يې ترې ټال دې د رنګونو په ګردو كې پنه
رانه د دې وړې دنيا سترو دښمنو يرغمل نيولې
خوله وازوم چې چيغه پورته كړم ناره جګه كړم
خو وينا د آزادۍ لاس مې تر خوله شي را تاو
لاس خو ځوم چې د بوډۍ له پښو نه
د يرغلګرو ځنځير وشوكوم
موټى مې ډك شي له باروتو د خپل ځان د انتحار لپاره
پر پښو په لڼده شم چې ګوندې دها لري سيمو
په آبادۍ به خپل ځان
د يرغلګرو له ځنځيرونو ژغورم
په خپلو وينو كې شم ډوب
د لرې سيمو د نامردو په نامرده غشو
پوهيږم نه چې ولې؟!
تاريخ رنځور دى، د بوډۍ ځمكې پښتو رنځوره
پښتون آسمان دى پيكه شوى زموږ
پرې وريځي ګرځي وچې اوښكې د دې غرونو پر اوږو تروره
او د باران بريښنايي وچ ګوګل نه
له ډيرې تندې څړيكه شوى
د ډوب شوي لمر پرغليو پلوشوې نوره.