جادوګرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39916
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-10-27

څه جادو دې په ما کړی جادوګرې
چې په زړه  مې ستا د عشق ګرځي لښکرې
نه پوهېږمه چې سترګو کې دې څه دي
ستا په مخ کې ما نه هېرې  شي خبرې
د اسمان  نه هم اوس پورته پورته خېږي
زما خيال  دومره  پيدا کړلې   وزرې
ته  خوندونه   د ليلا    له   شونډو  اخله
ما ته شونډې  د پښتو ژبې  شکرې
د اټک د  فکر  کان   ته  حيرانېږم
چې  درګرده   ترې   راوځي   مرغلرې
      /  کامه